د سوات د خوازه خېلې تحصيل په لنډي کس بابو سيمه کې د اوبو په سر د دوو ډلو ترمنځ د ډزو پېښه رامنځته شوې ده. د روغتون سرچينو ترمخه، نن د جون په ۲۴مه، رامنځته شوې پېښه کې خلیل الله نومې تن وژل شوی دی.

 

د ډزو پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي هم دي، چې د درملنې لپاره سمدستي سيدو شريف روغتون ته رسول شوي، چرته چې د هغوي درملنه روانه دی.

 

د پېښې وروستو په سيمه کې د اندېښنې فضا خپره شوې ده، او اړوندو ادارو د پېښې په اړه نورې پلټنې او قانوني کارروایي پېل کړې ده.

 

ځايي خلک وايي چې د اوبو په شان ستونزې بايد د خبرو اترو له لارې حل کړل شي، ترڅو د انساني ژوند د زيان مخه ونيول شي.