د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعې د مېريان تحصيل په منديو سيمه کې د ګورنمنټ هایي سکول سردار خان منديو پرنسپل ،نثار خان، د وسله والو کسانو له خوا له ښوونځي دننه د تښتولو راپورونه ترلاسه شوي دي.
ځايي سرچيني وايي، پېښه ،د جون په ۲۴مه، هغه مهال رامنځته شوه چې دوه وسله وال کسان، چې مخونه يې پټ کړي وو، ښوونځي ته ننوتل او د ښوونځي پرنسپل نثار خان يې له ځان سره بوتلو.
پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې د سي سي ټي وي کمرې ويډيو کې ليدل کېږي چې دوه وسله وال کسان يو کس د ښوونځي له ودانۍ دننه راوباسي او د ښوونځي د دروازې له لارې يې له ځان سره وړي. شال نيوز د ويډيو خپلواکه کره کتنه نه ده کړې، خو ځايي سرچيني وايي چې په ويډيو کې ښکاره کېدونکی کس د ياد ښوونځي پرنسپل نثار خان دی.
د سرچينو په وينا، پېښه د ورځې په رڼا کې شوې او له هغې وروسته په سيمه کې د خلکو اندېښنې زياتې شوې دي.
د پوليسو، ضلعي انتظاميې او نورو امنيتي ادارو له خوا تر اوسه د پېښې په اړه رسمي بيان نه دی خپور شوی. همدارنګه د تښتوونکو د هويت او د پېښې د انګېزې په اړه هم کومه رسمي او خپلواکه پخلی نه دی شوی.
ځينو ځايي سرچينو ادعا کړې ده چې په پېښه کې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال ښکېل دي، خو شال نيوز دا ادعا په خپلواکه توګه نه شي تاييدولی او تر اوسه کومې رسمي ادارې هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
د سيمي اوسېدونکو د نثار خان د خوندي راخوشي کېدو غوښتنه کړې او له چارواکو يې غوښتي دي چې د پېښې عاملين دې ونيول شي او د تعليمي ادارو امنيت دې خوندي کړل شي.
شال نيوز به د دې پېښې په اړه نور جزئيات او د چارواکو رسمي دريځ له ترلاسه کېدو سره سم خپاره کړي.

شمیم شاهد