د بر سویلي وزیرستان د سره روغې تاڼې مشر ،احمد شاه، او شپږ نور پولیس سرتېري ،د جون په ۲۴مه، د بنګې والا سیمي څخه تښتول شوي دي. د پولیسو چارواکو په وینا، اېس اېچ او احمد شاه له خپلو سرتېرو او د بم شنډولو ډلې سره د امنیتي دندې لپاره سیمي ته تللی و چې ناڅرګنده وسل والو له ځان سره بوتلل.
پولیس وایي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته په سیمه کې پراخ لټونیز عملیات پېل شوي او د تښتول شویو پولیسو د موندلو او راخوشي کولو لپاره هڅې روانې دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی او د تښتونې د لاملونو په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. امنیتي چارواکي وایي چې د پلټنو او عملیاتو تر بشپړېدو وروسته به نور جزییات له رسنیو سره شریک کړي.

عدنان بېټنی