تخت بايي کې د پېښور انسټیټیوټ آف کارډیالوجي یونټ مردان ته د منتقل کولو پر ضد احتجاجي مظاهره شوې ده.
دغه احتجاج نن د جون په ۲۴مه د شهید محمد ایاز ویلفیئر فاونډېشن ګنجۍ، تخت بايي تر سیوري لاندې د شهید محمد ایاز مېموریل روغتون مخې ته ترسره شو.
مظاهرچیانو وویل چې د یاد یونټ منظوري د تخت بايي لپاره ورکړل شوې وه، خو اوس چارواکي غواړي هغه مردان ته منتقل کړي.
ګډونوالو په لاسونو کې پلې کارډونه نیولي وو چې پرې د یونټ د منتقلۍ پر ضد شعارونه لیکل شوي وو.
مظاهرچیانو ته په خپلو ویناوو کې حاجي تاج محمد، افسر خان، محمد یونس او اکبر خان یوسفزي وویل چې د یونټ لېږد به د تخت بايي او شاوخوا سیمو اوسېدونکي له مهمو روغتیايي اسانتیاوو بې برخې کړي. هغوی دغه پرېکړه د سیمې د خلکو پر حقونو تېری وباله.
مظاهرچیانو خبرداری ورکړ چې که د یونټ د لېږد پرېکړه بېرته وانخیستل شي، نو د احتجاج لړۍ به لا پراخه کړي او د تخت بايي د خلکو په ملتیا به د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر د دفتر مخې ته هم احتجاج وکړي.
تر اوسه د خیبر پښتونخوا حکومت او یا د روغتیا څانګې د دغې مظاهرې او غوښتنو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

پامیر جان