د اسوسیټډ پریس خبري اژانس، د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران لوړپوړي چارواکي یو ځل بیا چمتووالی نیسي، ترڅو په اسلام اباد کې د خبرو اترو درېدلی بهیر له هغه ځایه پېل کړي چیرته چې دوه ورځې وړاندې نیمګړی پاتې شوی و.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د پاکستان حکومت دواړو خواوو ته د نویو وړاندیزونو یوه کڅوړه سپارلې ده او داسې نښې شتون لري چې واشنګټن او تهران دواړه د مېز سر ته د بېرته راګرځېدو لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د خبر له مخې، که څه هم جی ډي وېنس په خپل تېر پریس کانفرنس کې یو څه توند ښکاره شوی و، خو اوس د ولسمشر ټرمپ لخوا داسې اشارې ورکړل شوي چې امریکايي وفد ته یې د ځینو شرطونو په بدل کې د نرمښت اختیار ورکړی، ترڅو د اپریل تر ۲۲مې نېټې (د اوربند پای) پورې یوې پایلې ته ورسیږي.
د الجزیرې راپور او د ډیپلوماټیکو هلو ځلو نوی پړاو
د الجزیرې شبکې په خپل تازه نشر شوي راپور کې ویلي، چې په سیمه کې د روان تاوتریخوالي د کمولو لپاره د اسلام اباد منځګړیتوب یوې حساسې مرحلې ته داخل شوی دی او پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې د روانې اوونۍ په پای کې د یوې لومړنۍ هوکړې لپاره لاره هواره کړي.
الجزیره زیاتوي، چې ایراني وفد د محمد باقر قالیباف په مشرۍ له خپلو مشرانو سره په تهران کې مشورې کړي او هغوي هم د پاکستان د نویو وړاندیزونو په رڼا کې په مذاکراتي خونه کې د بېرته کښېناستو لپاره شین څراغ ښودلی دی.
په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې دا ځل به دواړه وفدونه د مخامخ لیدنې په لور ګام پورته کړي، ځکه چې د لیکلو متنونو تبادلې په تېر پړاو کې ځیني مهم ابهامات تر ډیره حده ختم کړي دي.
د اسحاق ډار پریس کانفرنس او د خبرو اترو کوربه توب
د پاکستان نایب وزیراعظم او خارجه وزیر اسحاق ډار نن د سې شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې تائید کړه چې د اسلام اباد تېره ناسته ناکامه نه وه بلکې د یو لوي پرمختګ لپاره لومړنی ګام و او پاکستان اوس هم له دواړو هیوادونو سره په دوامداره اړیکه کې دی. نوموړي واضحه کړه چې په نړیواله کچه د امریکي د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ایران د لوړپوړو چارواکو لخوا د پاکستان د رول ستاینه دا ثابتوي چې اسلام اباد د نړۍ د دوو لویو حریفانو ترمنځ د پُل دنده په سمه توګه ترسره کړې ده.
د راپورونو له مخې، په پلازمېنه کې د نویو امنیتي تدابیرو نیول او د ډیپلوماټیکو فعالیتونو ګړندي کېدل دا ښيي چې په راتلونکو څو ورځو کې به اسلام اباد یو ځل بیا د خبرو اترو مرکز شي.

شال نیوز