د بنو د وزیر سب ډویژن تحصیلدار عبیدالله وزیر ،د جون په ۲۴مه، په خېسور بکاخېل سیمه کې د ناڅرګنده وسله والو له برید څخه روغ وتلی، خو د هغه موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

ځايي سرچیني وایي، تحصیلدار عبیدالله وزیر د رسمي چارو په ترڅ کې سیمي ته تللی و چې ناڅرګنده وسله والو یې په موټر ډزې وکړې. د برید له امله تحصیلدار ته زیان نه دی رسېدلی، خو موټر چلوونکی یې لږ ټپي شوی او روغتیايي مرستې ورته ورکړل شوې دي.

د پېښې وروسته امنیتي ځواکونو او ځايي انتظامیې په سیمه کې د لټون او پلټنو عملیات پېل کړي دي. تر اوسه د برید د عاملینو د هویت او د برید د انګېزې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.