د خیبر ضلعې د باړې تحصیل په ستوري خېلو سیمه کې سلګونه کورنۍ د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځه د نښتو له امله خپل کورونه پرېښودو ته اړ شوې دي.
ځايي سرچینو ،د جون په ۲۴مه، شال نیوز ته ویلي، چې د وروستیو څو ورځو راهیسي د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښتې او له دواړو خواو بریدونه روان دي، چې له امله یې د مېرو درې، سل غزي، ساوي کوټ او پروان سیمو ګڼ اوسېدونکي خوندي ځایونو ته کډه شوي دي.
د سیمي اوسېدونکي وايي، چې د ورځې او شپې پر مهال پرله پسې د توپو او ډرون بریدونه کېږي، او ولسي وګړي د دواړو خواوو ترمنځ د سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
د معلوماتو له مخې، د تېر کال د دسمبر له میاشتې وروسته، کله چې د تیراه ګڼې سیمي د پوځي عملیاتو د اندېښنو له امله خالي شوې، ځیني وسله والې ډلې د تیراه له غرنیو سیمو څخه ستوري خېلو ته راغلې. وروسته امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات پېل کړل چې له امله یې په سیمه کې نښتې زیاتې شوې.
د ستوري خېلو یو اوسېدونکي ،سعدالله خان، شال نیوز ته وویل، چې وسله والو ډلو هڅه کوله چې ولسي خلک د انساني ډال په توګه وکاروي، خو له بلې خوا د توپچي او ډرون بریدونو له امله هم خلک له جدي خطر سره مخ وو.
یو بل بې ځایه شوي تن ګل میر خان وویل: “موږ ځانونه ناامنه احساسول، ځکه مو پرېکړه وکړه چې له خپلو کورونو ووځو، څو د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نه راګیریږو.”
د باړې اوسېدونکي وايي، چې ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ د خپلو خپلوانو کورونو ته تللې دي، خو یو شمېر نورې کورنۍ پېښور ته کډه شوې دي.
بلخوا، د ستوري خېلو د مشرانو یوې جرګې په باړه کې د خیبر ضلعې له انتظامي چارواکو سره لیدلي دي. د جرګې غړي ملک ضمیر جان وویل، چې دوي له انتظامیې غوښتي چې بې ځایه شوې کورنۍ د کورنیو بې ځایه شویو کسانو په توګه ثبت کړي او ورسره لازمې مرستې وکړي.
هغه زیاته کړه چې جرګه به د لکړ بابا په سیمه کې له امنیتي چارواکو سره هم وګوري او د سیمي د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په اړه به ورسره خبرې وکړي.

ابراهیم شینواری