د خیبر ضلعې پوليسو د محرم الحرام په مناسبت د امن او نظم د ټينګښت او د خلکو د سر او مال د خونديتوب لپاره په ټوله ضلعه کې ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.
نن ،د جون په ۲۴مه، د ضلعې د پوليسو مشر (ډي پي او) وقار احمد په هدايت، د جمرود سرکل په بېلابېلو سيمو کې ځانګړې ناکه بندۍ لګول شوې دي. د دغو عملياتو څارنه سرکل افسر ،بادشاه خان، او ډي اېس پي ،سيد خان کړې، او د اړوندو تاڼو مشرانو هم په خپله د پلټنو په بهير کې برخه اخيستې ده.
د پوليسو په وينا، د ناکه بنديو پر مهال د شکمنو کسانو، موټرو او موټرسايکلونو پلټنې شوې دي. همدارنګه د بې رجسټرېشنه موټرو او موټرسايکلونو پر ضد قانوني ګامونه پورته شوي او د موټرو پر ښيښو لګېدلي تور سټيکرونه هم لرې کړل شوي دي.
ډي پي او ،وقار احمد، ويلي دي، چې د محرم الحرام پر مهال د ضلعې په حساسو ځايونو، امام بارګاوو او جلوسونو کې امنيتي تدابير نور هم پياوړي شوي دي. د هغه په خبره، ناکه بندۍ، ګزمې او پلټنې سختې شوې دي څو د هر ډول ناوړه پېښې مخه ونيول شي.
هغه له خلکو غوښتي، چې د پلټنو او ناکه بنديو پر مهال له پوليسو سره بشپړه همکاري وکړي. نوموړي زياته کړې چې دا اقدامات د خلکو د ځورولو لپاره نه، بلکې د هغوي د خونديتوب او د امن د ټينګښت لپاره ترسره کېږي. هغه پر موټر چلوونکو هم ټينګار کړی دی چې د ترافيکي او امنيتي اصولو پابندي وکړي او د موټرو له ښيښو تور سټيکرونه لرې کړي، ګنې د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.

ابراهیم شینواری