د بنو پوليسو او ځايي سرچينو ویلي دي، چې ،د جون په ۲۴مه، د بنو د بکاخېل تاڼې په حدودو کې د ناڅرګنده وسلهوالو په ډزو دوه کسان وژل شوي دي.
د پوليسو او ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو کې جلال د شوي خېل او سراج خان د ميريان سيمي اوسېدونکي شامل دي. د ژغورنې ادارې (ريسکيو ۱۱۲۲) کارکوونکو دواړه مړي د قانوني او طبي معاينې لپاره د بنو ضلعي مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.
بل لور ته، د جاني خېل تاڼې په حدودو کې د فرنټيئر کور (اېف سي) يو پخوانی سرتېرى ،علي مرجان، ناڅرګنده وسله والو له ځان سره بېولی دی. ځايي سرچيني وايي، د نوموړي د تښتول کېدو وېره ده، خو تر اوسه امنيتي ادارو په رسمي توګه د هغه د تښتونې پخلی نه دی کړی.
پوليسو د دواړو پېښو پلټنې پېل کړې دي او د پېښو د لاملونو او مسؤلو کسانو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

غلام اکبر مروت