د فوټبال د فیفا نړیوال جام کې د نومیالي لوبغاړي کرسټیانو رونالډو د غوره لوبې په مټ پرتګال ازبکستان ته د ۵ ګولونو په مقابله کې د صفر کول په ستر توپیر ماتې ورکړه.
په هیوسټن کې ترسره شوې لوبه کې کرسټیانو رونالډو د لومړي هاف په ۶مه دقیقه کې ګول وکړ او خپلې لوبډلې ته یې برتري ورکړه. ورپسې د لوبې په ۱۷مه دقیقه کې د پرتګال نونو مېنډېس د فري کک له لارې ګول وکړ او د خپلې لوبډلې برتري یې ۲ صفر ته ورسوله.
په ۲۹مه دقیقه کې ازبکستان ګول وکړ، خو د فاول له امله دغه ګول منسوخ شو. په ۳۹مه دقیقه کې رونالډو خپل دویم ګول هم ترسره کړ او د پرتګال برتري یې ۳ صفر ته لوړه کړه.
د لوبې په دویم هاف کې پرتګال پر ازبکستان فشار ته دوام ورکړ. په ۶۰مه دقیقه کې ازبکستان په خپل جال کې ګول وکړ او د پرتګال د ګولونو شمېر ۴ ته ورسېد. د لوبې په ۸۷مه دقیقه کې رافایل لیاو هم ګول ترسره کړ او پرتګال ازبکستان ته د ۵- صفر په پایله ماتې ورکړه.
بل لور ته، په ټورنټو کې ترسره شوې لوبه کې کروشیا پاناما ته د یو - صفر په پایله ماتې ورکړه.
د کروشیا او پاناما ترمنځ د لوبې لومړی هاف پرته له کوم ګول څخه مساوي پای ته ورسېد، خو په دویم هاف کې د کروشیا انټې بودیمیر د لوبې په ۵۴مه دقیقه کې ګول وکړ. همدغه یوازینی ګول د کروشیا د بریا لامل شو.
د دې ماتې سره پاناما د فیفا نړیوال جام له سیالیو بهر شوه.

سلمان یوسفزی