د باجوړ ضلعې د خار پولیسو د معلوماتو له مخې، نن ،د جون په ۲۴مه، د شپې شاوخوا ۱:۵۰ بجې د ګلوشاه په سیمه کې ناڅرګنده کسانو د سړک جوړولو د تارکول په یوه ماشین ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد الوځولي دي.
 

پولیس وایي، یاد ماشین د ګلاب په نوم د یو ټیکدار و او د نازکي ـ راغګان پر نښلوونکي سړک د تارکول اچولو په کار کې کارېده.

د چاودنې له امله ماشین په بشپړ ډول زیانمن شوی، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

پولیسو د پېښې پلټنې پېل کړې دي او تر اوسه چا د دې چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.