د خیبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) او ضلعي پولیسو په کوز دیر کې ګډ عملیات ترسره کړي، چې پکې چارواکو د شپږو مطلوب وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د سي ټي ډي له لوري ،د جون په ۲۴مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دی، چې دغه عملیات د ترلاسه شوو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، وژل شوي کسان د باډوان پل پر پولیس پوستې د برید او د کانسټېبل محمد اسماعیل د وژنې په ګډون په یو شمېر نورو پېښو کې هم مطلوب وو.
خبرپاڼه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د سیمي له محاصرې وروسته د وسله والو د نیولو هڅه وکړه، خو د سي ټي ډي په وینا، وسله والو پر پولیسو ډزې وکړې چې ورسره نښته رامنځته شوه. د ډزو له پای ته رسېدو وروسته د لټون عملیاتو پر مهال شپږ کسان وژل شوي وموندل شول.
د سي ټي ډي د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې خلیل الرحمن عرف صدام، نجم الدین عرف ابو جانه او کفایت الله شامل دي، په داسې حال کې چې د نورو کسانو د هویت معلومولو هڅې روانې دي.
اداره وایي چې له وژل شویو کسانو څخه شپږ کلاشینکوفونه، درې لاسي بمونه او یو شمېر مرمۍ ترلاسه شوې دي.
سي ټي ډي دا هم ویلي دي چې د دغو کسانو نور ملګري له سیمي تښتېدلي او د هغوي د نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.
بلخوا د خيبرپښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید او د سي ټي ډي اضافي مشر د عملیاتو د بریا ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر ضد به عملیات دوام ولري.

شال نیوز