د خیبر پښتونخوا د لوړو زده کړو محکمې ،د جون په ۲۳مه، په یوه رسمي خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د ګومل پوهنتون وائس چانسلر، پروفېسر ډاکټر ظفر اقبال، د ۹۰ ورځو لپاره په جبري رخصت لېږدول شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دا پرېکړه د ګومل پوهنتون د ۲۰۱۲م کال د قانون د ۱۲(۸) مادې له مخې د لومړنیو پلټنو د سپارښتنو پر بنسټ شوې ده.
حکومت د پوهنتون د مالي او اداري چارو، ګومارنو، امنیتي وضعیت، هاسټلونو او د زده کوونکو د نظم او ضبط د ارزونې لپاره یوه درې کسیزه کمېټي هم جوړه کړې ده. په کمېټۍ کې د ډېره اسماعیل خان کمشنر د مشر او د پېښور پوهنتون وائس چانسلر د غړي او د بنو د ساینس او ټېکنالوجۍ پوهنتون رجسټرار د غړي او سیکتر په توګه شامل دي.
کمېټۍ ته سپارښتنه شوې ده چې د قانون پوهنځي پر یوه زده کوونکي د مبینه ډزو پېښه، د “هاسټل نمبر یو” د نشه يي توکو اړوند شخړه، د میرټ خلاف د ګومارنو تورونه او نورې اداري چارې وڅېړي او خپل راپور د ۱۵ ورځو دننه وسپاري.
د حکومت په وینا، که د پلټنو پر مهال د غفلت، بدانتظامۍ، د واک د ناسم استعمال یا د قانون د سرغړونې شواهد وموندل شي، نو د قانون له مخې به لازم اقدامات کېږي.
ډاکټر ظفر اقبال د ۲۰۲۵م کال د مې په ۲۵مه د سپریم کورټ د حکم له مخې د ګومل پوهنتون وائس چانسلر ټاکل شوی و.
بل لور ته د ګومل پوهنتون پرو وائس چانسلر، ډاکټر نعمت الله بابر، د لنډمهالي وائس چانسلر په توګه چارج اخیستی او ویلي یې دي چې د پوهنتون د انتظامي ستونزو د هواري او د تعلیمي معیار د ښه کولو لپاره به کار کوي.
شال نیوز هڅه وکړه چې د ډاکټر ظفر اقبال او د پوهنتون د رجسټرار ظاهر شاه مروت دریځ هم ترلاسه کړي، خو تر دې دمه یې په دې اړه کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

عدنان بېټنی