د سوات موزیم په تالار کې د ملاله فنډ په نوښت د کتاب د ارزښت او د مطالعې د دود د پیاوړتیا لپاره ،د جون په ۲۳مه، یوه ځانګړې دستوره ترسره شوه، چې پکې زده‌ کوونکو، ښوونکو، مدني فعالانو او د بېلابېلو برخو استازو ګډون وکړو.

 

د دستورې پر مهال یو ګرځنده کتابتون هم نندارې ته وړاندې شو، چې پکې د ماشومانو لپاره د کیسو، ادبي او معلوماتي کتابونو بېلابېلې ټولګې اېښودل شوې وې. ګډونوالو د کتاب لوستنې پر اهمیت خبرې وکړې او ځوانان یې مطالعې ته وهڅول.

 

د پروګرام همغږې کوونکې هما شاکر وویل، چې د دې غونډې موخه په ټولنه کې د کتاب لوستنې فرهنګ ته وده ورکول او خلک مطالعې ته هڅول دي. هغې زیاته کړه چې د ټولنیزو رسنیو د پراخ استعمال له امله د کتاب لوستنې دود تر یوه حده کمزوری شوی او اړتیا ده چې دا فرهنګ بېرته پیاوړی شي.

 

په غونډه کې ګډونوالې امامه اکرم وویل، چې ډېر زده ‌کوونکي یوازې د نصاب کتابونو لوستلو ته پام کوي او د نورو ګټورو کتابونو له مطالعې پاتې کېږي. هغې ټینګار وکړ چې د پوهې د پراختیا، فکري ودې او پراخ لیدلوري لپاره باید د مطالعې عادت خپل کړل شي.

 

یو زده ‌کوونکي وویل چې له دې پروګرامه یې ډېر څه زده کړي او دا یې درک کړې چې کتاب لوستل د پوهې ترلاسه کولو او فکري پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري.

 

په دې دستوره کې د مینګورې اسسټنټ کمېشنر ارحام هم ګډون کړی و. نوموړي د کتاب د ارزښت په اړه وینا وکړه او د پروګرام تنظیموونکي یې د دې ګټور نوښت له امله وستایل.

 

ویناوالو وویل چې د کتاب لوستنې دود ته وده ورکول د ځوانانو د فکري وړتیاوو په پیاوړتیا او په ټولنه کې د علم، پوهې او څېړنې د فرهنګ په پراختیا کې مهم رول لري. هغوي هیله څرګنده کړه چې د ملاله فنډ له لوري به دا ډول پروګرامونه په راتلونکې کې هم دوام ومومي.