د مروت قامي جرګې يوه پلاوي ،د جون په ۲۳مه، د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د ځانګړي سلاکار ،طارق سعيد مروت، په مشرۍ د صوبې له چيف سيکرټري ،شهاب علي شاه، سره ليدلي او په ضلعه کې يې د امنيت، پوليسو د ظرفيت لوړولو او د امنيتي پوستو د وضعيت په اړه خبرې کړې دي.
په پلاوي کې پخوانی وفاقي وزير سليم سيف الله خان، پخوانی سېکرټر اختر منير مروت، پخوانی د قامي اسمبلۍ غړی نصير محمد خان ميدادخېل، د مروت قامي جرګې مشر انجنير امير نواز خان او يو شمېر نور قامي مشران شامل وو. په غونډه کې ايډيشنل چيف سيکرټري اکرام الله خان او د پوليسو لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلود.
قامي مشرانو وويل چې د ضلعې په ځينو سيمو کې د امنيتي ځواکونو د شمېر د کمېدو په اړه د خلکو اندېښنې زياتې شوې دي. هغوي غوښتنه وکړه چې د امن د ټينګښت لپاره دې د ځواکونو شمېر کم نه، بلکې زيات کړل شي او پوليسو ته دې اړين وسايل او اسانتياوې برابرې شي.
د جرګې مشرانو دا هم وويل چې د ماښام له تېرېدو وروسته په ډېرو سيمو کې د پوليسو شتون محدود وي او د لکي مروت له ماډل تاڼې پرته نورې زياتې تاڼې د بنسټيزو اسانتياوو له کمښت سره مخ دي.
چيف سيکرټري شهاب علي شاه پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د لکي مروت امنيتي وضعيت ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د امن د لا ټينګښت لپاره پر عملي ګامونو کار روان دی.
نوموړي د جرګې د غوښتنې په ځواب کې د فېډرل کانسټبلرۍ (ایف سي) له مشر سره سمدستي اړيکه ونيوه او د خروبه امنيتي کلا څخه د ځواکونو د ايستلو پرېکړه يې بېرته واخيسته. هغه وويل چې د سيمي د حالاتو او د قامي مشرانو د مشورو په رڼا کې به د امن د ټينګښت لپاره نور ګامونه هم پورته کېږي.
د مروت قامي جرګې مشرانو د دغې پرېکړې هرکلی وکړ او د امنيتي اندېښنو د لرې کولو لپاره يې مهم پرمختګ وباله.
چيف سيکرټري شهاب علي شاه د مروت قبیلي د يووالي او د قامي جرګې د رول ستاينه وکړه او ويې ويل چې لکي مروت د سویلي خیبر پښتونخوا له هغو سيمو څخه ده چې خلک يې د ولسي او قامي ګټو لپاره يو موټی پاتې شوي دي.
هغه زياته کړه چې صوبايي او وفاقي حکومتونو پرېکړه کړې ده چې په لکي مروت کې د تلپاتې امن د ټينګښت لپاره به راتلونکي اقدامات د مروت قامي جرګې په سلا او همغږۍ ترسره کېږي، څو د خلکو امنيت او سيمه ييز ثبات ډاډمن شي.

غلام اکبر مروت