د سوات په چارباغ کې د يوې ټرافيکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د سوات د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو ویلي، چې پېښه ،د جون په ۲۳مه، هغه مهال رامنځته شوه چې د سړک غاړې دوه ناست مزدوران یوه تېز فلاینګ کوچ ووهل.
چارواکو د وژل شويو شناخت د بلال او ابراهیم په نامه کړی خو د ژوبلو د شناخت په اړه یې څه نه دي ویلي.
د ريسکيو ۱۱۲۲ په وينا د پېښې له راپور ترلاسه کېدو سره سم د ژغورنې ډلې سيمي ته ورسېدې او د وژل شويو جسدونه او ټپيان يې روغتون ته انتقال کړل. چارواکي زياتوي چې د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.
د خیبر پښتونخوا په غریزو سیمو کې دا ډول پېښې د سړکونو د خراب وضعیت، تېز رفتارۍ او پر وخت د ګاډو د چیکنګ نه کولو له امله رامنځته کېږي.

عصمت علي اخون