د کوز سویلي وزیرستان د پولې سیمي انګور اډې کې هغه ګڼې ګولۍ ،چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان له لوري د پولې ها غاړې څخه ویشتل شوې وې، د انګور اډې بازار او د زلول خېلو په کلي کې لوېدلې دي.
ځايي سرچیني وایي، په دغو ګولیو کې ځیني لا هم نه دي چاودېدلې او په بېلابېلو ځایونو کې پرتې دي، چې د سیمي اوسېدونکو، په ځانګړي ډول ماشومانو او لارویانو ته جدي خطر پېښوي.
د سیمي خلکو اندېښنه ښودلې ده چې که دغه ناچاودېدلي مهمات زر تر زره لرې نه شي، د مرګ ژوبلې سبب کېدی شي. هغوي له پولیسو او امنیتي ځواکونو څخه غوښتنه کړې، چې یادې ګولۍ په خوندي ډول شنډې او له منځه یوسي، څو د هر ډول ناوړه پېښې مخه ونیول شي او د خلکو د سر او مال ساتنه یقیني شي.
ځايي اوسېدونکي له خلکو هم غوښتنه کوي چې ناچاودېدلو ګولیو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د لیدو په صورت کې یې اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.

ظفر وزير