د کوز سویلي وزيرستان په مرکزي ښار واڼا کې د ويډيو لنک له لارې د مقدمو د اورېدنې او پرېکړې دفتر پرانيستل شوی، چې موخه يې لرې پرتو سيمو کې خلکو ته د عدالتي خدمتونو اسانتيا برابرول دي.
د جون په ۲۳مه، د دفتر د پرانيستې په مراسمو کې د کوز سویلي وزيرستان مرستيال کمېشنر مسرت زمان، د ضلعې د پوليسو مشر طاهر شاه وزير او د ضلعې د وکيلانو ټولنې مشر عبدالرحمن ګنګا ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې د پېښور هايکورټ چیف جسټس، ایس ایم عتیق شاه، له پېښوره د ويډيو لنک له لارې ګډون وکړ، په داسې حال کې چې نور ګډونوال له واڼې څخه په انلاين بڼه ورسره يو ځای شول.
چارواکو چیف جسټس ته وويل چې د واڼې او لدهې اوسېدونکي به وکولی شي د ويډيو لنک له لارې د خپلو قضيو اورېدنه او تعقيب وکړي، چې له امله به يې د سفر ستونزې او لګښتونه کم شي.
د ضلعې د پوليسو مشر طاهر شاه وزير وويل، چې په واڼا کې سب جېل شته او د بنديانو د خونديتوب لپاره پوره امنيتي تدابير نيول شوي دي. نوموړي غوښتنه وکړه چې د بنديانو د ويډيويي حاضريو نظام لا اغېزمن شي. هغه د ويډيو لنک دفتر د کارکوونکو او تاسيساتو د بشپړ امنيت ډاډ هم ورکړ.
د ضلعې د وکيلانو ټولنې مشر عبدالرحمن ګنګا د پېښور هايکورټ له چیف جسټس څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د دغه نوښت له امله به د سيمي خلکو او وکيلانو ته د پام وړ اسانتياوې برابرې شي.
مرستيال کمېشنر مسرت زمان وويل چې واڼا د ټانک له ښار څخه شاوخوا ۱۳۰ کيلومتره لرې پروت دی، له همدې امله د خلکو د لا زياتې اسانتيا لپاره په واڼا کې د سول جج دايمي ټاکنه ضروري ده.
د پېښور هايکورټ چیف جسټس ايس اېم عتيق شاه د ځايي چارواکو وړانديزونه واورېدل او ډاډ يې ورکړ چې د يادو غوښتنو او وړانديزونو په اړه به اړين ګامونه پورته کړي.

ظفر وزير