د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې تېرې اوونۍ د درپه خېلو او ميرام شاه کلي له قبایلو سره تړلي شاوخوا ۱۶ کسان، چې د هرمز په سيمه کې د وسله والو له خوا د موټرو څخه ښکته او تښتول شوي وو، د جون په ۲۳مه، خوشي کړل شوي دي.

 

ځايي سرچيني وايي، په تښتول شويو کسانو کې د دواړو قبیلو غړي شامل وو. د هغوي د خوشي کېدو لپاره په تېرو څو ورځو کې د سيمي مشرانو، جرګو او مخورو شخصيتونو له خوا هڅې او غير رسمي خبرې اترې روانې وې.

 

سرچينو زياته کړې، چې نن د دغو خبرو اترو له برياليتوب وروسته ټول ۱۶ تښتول شوي کسان خوشي کړل شول. د خوشي شويو کسانو يو شمېر د ماښام تر وخته خپلو کورونو ته رسېدلي او د پاتې کسانو د ستنېدو لړۍ هم روانه ده.

 

سرکاري او ځايي سرچينو د دغو کسانو د خوشي کېدو پخلی کړی دی. د خوشي کېدو په هڅو کې ګډون کوونکي مولانا مصباح الله شال نيوز ته ويلي، چې د درپه خېلو او ميرام شاه کلي پورې تړلي ټول ۱۶ تښتول شوي کسان په خوندي ډول خوشي شوي دي.

 

د يادونې وړ ده چې دغه کسان تېره اوونۍ د ميرعلي هرمز سيمي په شاوخوا کې د وسله والو له خوا له موټرو ښکته او له ځان سره بېول شوي وو، چې له هغې وروسته د هغوي د خوشي کېدو لپاره قبایلي جرګې او منځګړيتوب روان و.