د خیبر پښتونخوا ګورنر ،فيصل کريم کونډي، ويلي دي چې تعليم يافته ښځې د پاکستان روښانه راتلونکی، د قام قيمتي شتمني او د يوې پياوړې ټولنې ضمانت دي. نوموړي وويل، چې د ځوان نسل تعليم، روزنه او د شخصيت جوړونه د هېواد د پرمختګ لپاره بنسټيز ارزښت لري.

 

نوموړي دا خبرې ،د جون په ۲۳مه، په ګورنر هاوس پېښور کې د راډيو تهذيب له لوري د محرم الحرام په مناسبت د کلنۍ “صدای عقيدت” د نجونو د نعت ويلو سيالۍ د انعامونو وېش غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

 

ګورنر وويل، چې باخبره او تعليم يافته ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ منزل ته رسېدی شي. د هغه په وينا، اړتيا ده چې د نفرت، تعصب او وېش له سوچ نه ځان وساتل شي او په ټولنه کې د زغم، ورورولۍ او يووالي فرهنګ ته وده ورکړل شي.

 

نوموړي زياته کړه، که څه هم د رسنيو نوې وسيلې رامنځته شوې دي، خو راډيو لا هم د معلوماتو، تعليم او عامه پوهاوي د خپرولو يو اغېزناک او باوري وسيله ده.

 

فيصل کريم کونډي زیاته کړه، چې محرم الحرام د صبر، قربانۍ، زغم او د حق پر لاره د ټينګ پاتې کېدو درس راکوي او په سختو حالاتو کې پر خپلو اصولو او ارزښتونو ولاړ پاتې کېدل د بريا نښه ده. هغه اعلان وکړ چې د محرم الحرام له پای ته رسېدو وروسته به په ګورنر هاوس کې د راډيو د ودې، ارزښت او راتلونکي په اړه يوه ځانګړې غونډه جوړه شي.

 

له رسنيو سره په خبرو کې ګورنر د خیبر پښتونخوا د ۲۰۲۶-۲۷م مالي کال پر بوديجې نيوکې وکړې او ويې ويل چې صوبايي حکومت د ۴۸ اربه روپو خسارې بوديجه وړاندې کړې ده، په داسې حال کې چې وفاقي حکومت هم د صوبې لپاره په بوديجه کې کوم ځانګړی ريليف نه دی ورکړی.

 

هغه وويل، خیبر پښتونخوا ته بايد خپل آئيني او مالي حقونه ورکړل شي او صوبې ته د لويو پرمختيايي پروژو نه ورکول له دې صوبې سره ناانصافي ده.

 

ګورنر دا هم وويل چې پاکستان د ايران او امريکا ترمنځ د تفاهم په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی او د دغو هڅو په نتيجه کې به په هېواد کې د پانګونې فرصتونه نور هم پراخ شي.

 

نوموړي پر صوبايي حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل چې حکومت بايد د سياسي شخړو او مقدمو پر ځای د ولس د ښېګړې، پرمختيايي کارونو او د امن او امان د ټينګښت لپاره عملي ګامونه پورته کړي.