د باجوړ د ارنګ سيمي پخواني چيئرمين او د پاکستان تحريک انصاف فعال ،مراد ساجد، د جون په ۲۳مه، له خپلو ملګرو سره په باجوړ پرېس کلب کې خبري غونډه وکړه او ويې ويل چې د سيمي خلک لا هم له بنسټيزو اسانتياوو محروم دي.
مراد ساجد وويل، چې د سيمي منتخب استازو د ولسي ستونزو د حل لپاره کافي ګامونه نه دي پورته کړي، چې له امله يې د خلکو ترمنځ ناهيلۍ زياتې شوې دي. هغه ادعا وکړه چې ځينو سياسي مشرانو د خپلې استازولۍ پر مهال سيمي ته د پام وړ خدمت نه دی کړی.
هغه وويل، چې د ګل داد خان له مشرۍ وروسته د هغه د تنظيم يو شمېر غړو استعفاوې ورکړې دي، چې له امله يې د تنظيمي وضعيت او د خلکو د باور په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.
مراد ساجد زياته کړه چې په بېلابېلو عهدو او ذمه وارو کې محدودو کسانو ته ترجيح ورکول کېږي، چې له امله يې د ګوند د کارکوونکو او ځايي خلکو ترمنځ بې باوري او اندېښنې پيدا شوې دي.
نوموړي د سيمي د بنسټيزو ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې د نارنج کليوالې شورا په سيمه کې د څښاک اوبو سخت کمښت دی او خلک اړ دي چې د اوبو يو کين په ۲۰۰ روپۍ واخلي.
هغه د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ د غړي ،انورزېب خان، پر کارکردګۍ هم نيوکې وکړې او ويې ويل چې په تېر دور کې د سيمي لپاره محدودې پرمختيايي پروژې منظورې شوې وې، خو د دغو پروژو د ګټو او تفصيلاتو په اړه ولس ته بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي.
مراد ساجد له اړوندو چارواکو او ولسي استازو وغوښتل چې د سيمي بنسټيزو ستونزو، په ځانګړې توګه د څښاک اوبو د کمښت او پرمختيايي چارو ته جدي پاملرنه وکړي، څو د خلکو ستونزې هوارې شي.

حسبان الله باجوړې