د کوز سویلي وزیرستان د واڼا تحصیل د کاريز کوټ ګنګي خېلو اوسېدونکو په سیمه کې د بنسټيز روغتيايي مرکز د جوړېدو غوښتنه کړې ده، او ويلي يې دي چې د روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي له امله ځايې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 

د سیمي اوسېدونکي وایي، چې کاريز کوټ ګنګي خېل شاوخوا ۴۵۰ کورنۍ لري، خو تر اوسه پکې بنسټيز روغتيايي مرکز نشته. د دوي په وینا، د ناروغۍ یا بېړني حالت پر مهال، په ځانګړي ډول د ماښام نه وروسته، ناروغان روغتونونو ته رسول ستونزمن وي او ځیني وختونه د ناروغانو ژوند له خطر سره مخامخ شي.

 

ځايې خلکو ،د جون په ۲۳مه، شال نيوز ته وویل چې د روغتيايي خدمتونو نشتوالي د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو لپاره ځانګړې ستونزې رامنځته کړې دي. دوي وایي چې د کوچنیو ناروغیو د درملنې لپاره هم اړ کېږي چې لرې روغتونونو او روغتيايي مرکزونو ته سفر وکړي.

اوسېدونکي وایي، سره له دې چې حکومت د روغتيايي خدمتونو د پراختیا ادعاوې کوي، خو د دوي سیمه لا هم له لومړنیو طبي اسانتیاوو بې برخې ده.

دوي د صوبايي اسمبلۍ غړي ،عجب ګل وزیر، د قامي اسمبلۍ غړي ،زبیر خان وزیر، او د روغتيا له محکمې غوښتنه کړې، چې په کاريز کوټ ګنګي خېلو کې زر تر زره بنسټيز روغتيايي مرکز جوړ کړي او د سیمي خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د برابرولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د ځايي خلکو په وینا، روغتيايي اسانتیاوو ته لاسرسی د هر وګړي اساسي حق دی او اړوندې ادارې باید د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
تر اوسه د روغتيا محکمې یا نورو اړوندو چارواکو د دغو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.