د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ( ايف ای او) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي صندوق په مالي ملاتړ د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د تقي بابا کانال سربند بیارغولی چې له امله یې د شپږو کلیو شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه بېرته د منظمې او دوامدارې اوبو لګونې تر پوښښ لاندې راغلې ده.
د چارواکو په وینا، دغه پروژه د اوبو د کمښت، د سېلابونو د زیانونو د مخنیوي او د اوبو د مدیریت د ښه والي په موخه پلې شوې ده. تمه کېږي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د زرګونو بزګرانو کرنیز فعالیتونه پیاوړي او د هغوی عایداتي سرچینې به لا ښه شي.
ځايي اوسېدونکي وايي، د سربند له بیارغونې وروسته اوبه په منظم ډول کرنیزو ځمکو ته رسېږي، چې ورسره د حاصلاتو د زیاتوالي زمینه برابره شوې او د مالدارۍ سکټور ته هم مثبته اغېزه رسېدلې ده.
کارپوهان د تقي بابا کانال د سربند بیارغونه د خوړو د خوندیتوب، د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو پر وړاندې د کرنیزو ټولنو د مقاومت د لوړولو په برخه کې یو مهم او اغېزناک ګام ګڼي.

شال نیوز