د عامې روغتیا وزارت د لوګر ولایت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له افغان ميډ وايفانو ( قابلو ټولنې) مؤسسې سره د ۲۹۶ زره ډالرو په ارزښت یو کلنه لوظنامه لاسلیک کړې ده.
د لوظنامې له مخې به د لوګر په نایب امین الله خان روغتون کې د مېندو د پاملرنې روغتیايي مرکز فعالیتونه دوام ومومي او ورسره به ۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
چارواکي وایي، د دې پروژې موخه د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړول، خدماتو ته د خلکو لاسرسی زیاتول او د مېندو او ماشومانو د روغتیا وضعیت ښه کول دي.
د افغان ميډ وايفانو مؤسسې استازو ژمنه کړې چې پروژه به د ټاکل شویو معیارونو له مخې پلې او د سیمې د خلکو روغتیايي اړتیاوو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

شال نیوز