د جنګ ځپلو ماشومانو لپاره کاناډایي موسسې (ډبلیو سي سي) له لوري د ننګرهار په جلالاباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې ۲۵۰ بېوزلو راستنېدونکو مېرمنو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیلولو په موخه د خیاطۍ وسایل او نغدي مرستې ورکړل شوي دي.
د یاد پروګرام له مخې، هرې مستحقې مېرمنې ته د ۱۵۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د خیاطۍ تجهیزات او ۱۰۰ امریکایي ډالر نغدي مرسته ورکړل شوه، څو وکولای شي د خیاطۍ له لارې خپل عایداتي فعالیتونه پیل او د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه کړي.
د پروژې مسؤلینو ویلي، د دې نوښت اساسي موخه د راستنېدونکو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د کاري فرصتونو برابرول او د بېوزلۍ د کچې راکمولو کې مرسته ده.
چارواکي زیاتوي چې دا پروګرام د ننګرهار د اقتصاد ریاست په همغږۍ او د کډوالو چارو ریاست تر چتر لاندې پلي شوی، او تمه ده چې د یادو مرستو له لارې لسګونه کورنۍ پر ځان بسیا شي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کورنیو شمېر زیات شوی او بېلابېلې مرستندویه ادارې هڅه کوي د هغوی د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره عملي پروګرامونه پلي کړي.

شال نیوز