د بر سویلي وزیرستان په لدها کې د ناڅرګندو وسله‌والو په ډزو یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

 

د ځایي سرچینو په وینا، د ډزو پېښه د جون په ۲۳مه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې په کراچۍ کې مېشت سوداګر کشېد خان د خپل پلرني کلي څخه د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره پر لاره روان و، چې ناڅرګندو وسله‌والو یې پر موټر ډزې وکړې.

 

د ډزو له امله کشېد خان پر ځای ووژل شو، او زوی او ورور یې ټپیان شول.

 

سرچینې وایي چې له پېښې وروسته وسله‌وال له سیمې وتښتېدل او ټپیان د درملنې لپاره د ملتان روغتون ته ولېږدول شول.

 

تر اوسه د دې پېښې مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی، او امنیتي چارواکو هم په رسمي ډول د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

 

د دې پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکي وایي چې په بر سویلي وزیرستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي او غوښتنه کوي چې د پېښې هر اړخیزې پلټنې وشي او بریدګر د قانون منګولو ته وسپارل شي.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه د دې پېښې نور جزئیات نه دي تایید کړي.