د فوټبال نړیوال جام د ګروپ “ای” په سیالۍ کې فرانس عراق ته د درې په وړاندې په صفر ګول ماتې ورکړې ده او ناک‌اوټ پړاو ته یې لار پیدا کړۍ ده.

 

د امریکا د فلاډلفیا په لوبغالي کې ترسره شوې لوبه کې د فرانس لوبډله له پېله برلاسي وه. د لوبې په ۱۴مه دقیقه کې لوبغاړي کیلیان ایمباپې د ګول کولو فرصت ترلاسه کړ او په بریالیتوب یې ګول وواهه. عراقي لوبډلې د مساوي ګول لپاره هڅې وکړې، خو بریالۍ نه شوه.

 

د لومړۍ نیمایي پر مهال باران پېل شو او د وقفې تر وخت پورې نور هم زیات شو، چې له امله یې د لوبې دویمه نیمایي له دوه ساعتونو او ۱۵ دقیقو ځنډ وروسته پېل شوه.

 

د لوبې له بیا پېل سره ایمباپې یو ځل بیا وځلېد او په ۵۴مه دقیقه کې یې خپل دویم ګول وکړ. دا د نړیوال جام په سیالیو کې د هغه ۱۶م ګول و، چې له دې سره د جرمني د پخواني لوبغاړي میروسلاو کلوزه د ۱۶ ګولونو ریکارډ سره برابر شو.

 

د فرانس درېیم ګول عثمان ډیمبېلې په ۶۶مه دقیقه کې ترسره کړ. همدې سره فرانس په درې ګولونو بریا په خپلولو سره د نړیوال جام د ناک‌اوټ پړاو لپاره خپله څوکۍ یقیني کړه.

 

د همدې ګروپ په یوه بله خوندوره سیالۍ کې ناروې سینیګال ته د ۳ ګولونو په مقابله کې په ۲ ګولونو ماتې ورکړه او د سیالیو په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره ناک‌اوټ پړاو ته لار پیدا کړه.

 

په دې لوبه کې د ناروې مخکښ لوبغاړي ایرلینګ هالنډ دوه ګولونه وکړل او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه، په داسې حال کې چې دریم ګول پیډرسن وواهه.

 

د سینیګال دواړه ګولونه سار ترسره کړل، خو د هغه هڅې خپله لوبډله له ماتې څخه ونه ژغورله.

د دغې بریا له امله ناروې د راتلونکي پړاو لپاره خپل ځای خوندي کړ او د نړیوال جام په تاریخ کې یې یو نوی پړاو پرانیستو.