د بنو د تپې ميرهون خېل په ‘ینګ اېف سي فوټبال ګراونډ’ کې د روان فوټبال ټورنمنټ د ناک آؤټ پړاو يوه مهمه او په زړه پورې لوبه نن، د جون په ۲۳مه، ترسره کېږي چې پکې به چائنا اکېډمي حسو خېل او اباسين اېف سي سپلګه د بريا لپاره يو د بل پر وړاندې سيالي وکړي.
د ټورنمنټ د تنظيموونکو په وينا، دواړه لوبډلې د غوره لوبو په کولو سره د ناک آؤټ مرحلې ته رسېدلې دي او تمه ده چې نننۍ سيالي به د فوټبال مينه والو ته د لوړې کچې او سختې مقابلې ننداره وړاندې کړي.
دغه لوبه په ینګ اېف سي فوټبال ګراؤنډ کې ترسره کېږي، چې د ميرهون خېل تپې ترڅنګ د توچي سيند پر غاړه موقعيت لري، او د سيمي خلک يې د “موزلي شانډه” په نوم هم پېژني.
د فوټبال مينه وال وايي چې د ناک آؤټ پړاو لوبې ځانګړی اهميت لري، ځکه په دې مرحله کې د هرې لوبډلې لپاره بريا د ټورنمنټ په راتلونکو پړاوونو کې د پرمختګ ضمانت ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې ماتې د سيالۍ د پای معنا لري.
د ټورنمنټ انتظاميې له خلکو او د فوټبال له مينه والو غوښتي، چې لوبغالي ته ورشي او د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې مهمې او کانټېداره سيالۍ ننداره وکړي.
تمه کېږي چې د بنو او شاوخوا سيمو ګڼ شمېر د فوټبال مينه وال به د دې لوبې د ليدو لپاره لوبغالي ته راټول شي او د ناک آؤټ پړاو له يوې بلې په زړه پورې سیالۍ څخه خوند واخلي.

شال نیوز