د پاکستان سوپر لیګ په روانو سیالیو کې د پېښور زلمي لوبډلې، په ۱۳م اپریل، خپله پرله‌پسې پنځمه بریا هم ترلاسه کړه او د نمرو په جدول کې په لومړي سر کې ځای لري.

 

په خپله شپږمه لوبه کې، پېښور زلمي د ملتان سلطان پر وړاندې لومړی منډې جوړې کړې. زلمي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۹۶ منډې وکړې، چې پکې کوشال مېنډس تر ټولو زیاتې ۶۸ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې لپاره یې مهمه ونډه واخیسته.

 

د ټاکل شوي هدف په تعقیب کې د ملتان سلطان لوبډلې هڅه وکړه، خو په شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۷۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله. د پېښور زلمي له لوري صوفیان مقیم ښه توپ اچونه وکړه او په څلورو اورونو کې یې درې مهم لوبغاړي وسوځول.

 

د سیالیو اوسنی حالت

د پاکستان سوپر لیګ دا پړاو چې د مارچ په ۲۶مه پیل شوی، ټاکل شوې ده چې د مې په ۳مه پای ته ورسېږي. تر دې دمه په دغو سیالیو کې ۲۲ لوبې ترسره شوې دي.

 

د نمرو د جدول له مخې، پېښور زلمي د ۶ لوبو نه وروسته د ۵ بریاوو او یوې منسوخ شوې لوبې سره ۱۱ نمرې لري او په لومړي ځای کې دی. ورپسې، ملتان سلطان د ۴ بریاوو سره ۸ نمرې لري او په دویم مقام کې دی. اسلام آباد یونایټډ د ۳ بریاوو او یوې منسوخ شوې لوبې وروسته ۷ نمرې لري او په درېیم ځای کې دی.

 

په دغو سیالیو کې هغه لوبډله چې تر ټولو په لوړه بیه اخیستل شوې، یعنې راولپنډۍ تر اوسه پورې په خپلو پنځو لوبو کې یوه هم نه ده ګټلې.

 

د معلوماتو له مخې، د سیالیو ۲۳مه لوبه به په ۱۵م اپریل ماښام ۷ بجې، د پېښور زلمي او کوئټه ګلیډیټرز تر منځ ترسره کېږي.