د خیبر ضلعې باړې تحصیل د اکاخېلو په خوانګي زاوه سیمه کې د سکرو په کان کې د چاودنې له امله دوه مزدوران ټپیان شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ خیبر چارواکو په وینا، پېښه ،د جون په ۲۲مه، هغه مهال رامنځته شوې کله چې د سکرو کان دننه مزدوران په کار بوخت وو.

 

د پېښې خبر ترلاسه کیدو وروسته د ریسکیو ۱۱۲۲ طبي ډله سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلې، ټپیانو ته یې لومړنۍ طبي مرستې ورکړې او وروسته یې د لا درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

 

چارواکو تر اوسه د چاودنې د علت په اړه څه نه دي ویلي او وايي چې د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.