د خیبر ضلعې د بر قمبرخېلو په قامي مرکز «تکیه» کې ،د جون په ۲۲مه، د قامي شورا په نوښت یوه ستره جرګه جوړه شوه، چې پکې قامي، سیاسي، ټولنیزو مشرانو او د بېلابېلو فکرونو استازو ګډون وکړ.

 

جرګې ته ویناوالو وویل، چې په بر قمبرخېلو کې د امن او نظم د ټینګښت، د وژنو او زړو دښمنیو د ختمولو لپاره قامي شورا او شریشته باید اغېزمن او پراخ ګامونه پورته کړي.

 

د هغوي په وینا، د تېر یو کال په موده کې د بر قمبرخېلو په بېلابېلو سیمو کې د وژنو او ناامنۍ ګڼې پېښې شوې دي، چې د مخنیوي لپاره یې ګډې او جدي هڅې ضروري دي.

 

ویناوالو زیاته کړه چې د تیراه د بې ځایه شویو کورنیو د ستنېدو لپاره جوړه شوې ۲۴ کسیزه کمېټه به د جون په ۲۳مه د خیبرپښتونخوا له چیف سیکرټري او د ایف سي نارتھ له مشر سره وګوري. د دې لیدنې پر مهال به د کډوالو د باعزته ستنېدو، د مرستو د ځانګړي پیکج او نورو اړوندو ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وشي.

 

په جرګه کې د شلوبر ـ بیسې سړک پر پروژه هم بحث وشو. ګډونوالو وویل چې څو کاله وړاندې د دې سړک سروې د بر قمبرخېلو د غره له لمنې د بیسې تر غره او د پاکستان ـ افغانستان لویې لارې پورې شوې وه، نو ځکه باید پروژه د هماغه منظور شوې نقشې او سروې له مخې بشپړه شي.

 

هغوي وویل چې که تخنیکي اړتیا وي او انجنیر د بیسې غره په شاوخوا کې د سړک په کچه کې بدلون راولي، قام پرې اعتراض نه لري، خو د سړک عمومي مسیر باید د اصلي نقشې مطابق پاتې شي.

 

جرګې ته ویناوالو د قمبرآباد مارکیټ د شخړې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د دې موضوع د حل لپاره د شلوبر او بر قمبرخېلو د قامونو ترمنځ درې جرګې شوې دي، خو د تیراه د بې ځایه شویو خلکو د ستونزو له امله نورې ناستې ځنډول شوې وې.

 

هغوي هیله څرګنده کړه چې د دواړو قامونو مشران به زر بیا جرګه وکړي او د قمبرآباد مارکیټ اړوند اختلافات به په سوله ییزه او د تفاهم له لارې حل کړي.

 

د جرګې په پای کې د سیمي د امن، ورورولۍ، پرمختګ او د تیراه د بې ځایه شویو کورنیو د زر او باعزته ستنېدو لپاره دعا وشوه.