د سوات ضلعې د مټې بای پاس پر سړک د يو ښوونځي د سوزوکي او يو موټر کار ترمنځ د ټکر له امله ۱۳ زده کوونکې ژوبلې شوې دي. د عيني شاهدانو او ځايي سرچينو په وينا، پېښه ، د جون په ۲۲مه، هغه مهال رامنځته شوه چې د زده کوونکو سوزوکي ماشومان له سکول نه کور ته وړل چې يو موټر سره وجنګېده.
سرچيني وايي، ژوبلې شوې زده کوونکې سمدستي د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته ولېږدول شوې. د روغتيايي چارواکو په وينا، د يوې زده کوونکې حالت نازک ښودل شوی او د لا ښه درملنې لپاره د سيدو شريف روغتون ته انتقال شوې ده، خو د نورو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بلل کېږي.
د خبر ترلاسه کېدو سره پوليس د پېښې ځای ته رسېدلي او د حادثې په اړه يې پلټنې پېل کړې دي. د لومړنيو معلوماتو له مخې، د ټکر د کره علت معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.
بلخوا، ځايي اوسېدونکو د ترافيکي قوانينو د جدي پلي کېدو او د ښوونځيو د زده کوونکو د خوندي تګ راتګ لپاره د اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

عصمت علي اخون