د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د کورنیو چارو او قبایلي سیمو سلاکار ،طارق سعید خان مروت، وایي چې د لکي مروت ضلعې د سرای نورنګ ښار د نوي لوېدیځ بای پاس سړک او د بنو کنال ډویژن د کچکوټ کنال د بیارغونې سترې پروژې د ۲۰۲۶-۲۷م مالي کال په کلني پرمختیايي پروګرام (ای ډي پي) کې شاملې شوې دي.
 

د بنو د اطلاعاتو او عامه اړیکو د محکمې له خوا ،د جون په ۲۲مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د سرای نورنګ د لوېدیځ بای پاس سړک لپاره ۴۰ کروړه روپۍ ځانګړې شوې دي. ټاکل شوې، چې دغه سړک د مهر دل کلي د ککي سړک څخه تر بنو ـ ډېره اسماعیل خان مرکزي سړک (شوګر مل) پورې جوړ شي.


طارق سعید مروت ویلي، چې د دې بای پاس سړک په جوړېدو سره به د ککي سړک د ترافیکي ګڼې ګوڼې ستونزه تر ډېره حده هواره شي، د خلکو د تګ راتګ اسانتیاوې به زیاتې شي او د سیمي اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه به نور هم پیاوړي شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د طارق سعید مروت په ځانګړې هڅه د کچکوټ کنال د پاک کارۍ، کانکریټي استر، او د کنال سړک د لوړولو او عصري کولو پروژه هم د کلني پرمختیايي پروګرام برخه ګرځول شوې ده. د دې پروژې اټکلیز لګښت دوه اربه او ۵۰ کروړه روپۍ ښودل شوی دی.

چارواکي وایي، چې د کچکوټ کنال د بیارغونې له امله به د اوبو لګولو نظام ښه شي، کروندګرو ته به د اوبو رسولو بهیر اسانه او اغېزمن شي او د کرنیزو حاصلاتو په تولید کې به د پام وړ زیاتوالی راشي. د هغوي په وینا، دا پروژه به په ځانګړي ډول د سرای نورنګ او د لکي مروت د نورو کرنیزو سیمو لپاره مهم اقتصادي او ټولنیز ارزښت ولري.
 

طارق سعید مروت ویلي دي چې دواړه پروژې به د پلان جوړونې او پرمختیايي بورډ (پي ډي ډبلیو پي) له منظورۍ وروسته عملي پړاو ته داخلې شي او د رغنیزو کارونو رسمي پېل به وشي.

بلخوا، د سیمي یو شمېر سیاسي او ټولنیزو مشرانو د دغو پروژو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د لکي مروت خلکو ته به د ترانسپورټ، کرنې او سیمه‌ ییز پرمختګ په برخو کې د اوږدې مودې ګټې ورسوي.