د خیبر ټيچنګ روغتون چارواکي وايي، چې په دغه روغتون کې د پښتورګي د ټرانسپلانټ خدمتونه پېل شوي او د جون په ۱۴مه لومړنی د پښتورګي ټرانسپلانټ ترسره شوی دی.
د ټرانسپلانټ پروژې مشر پروفېسر ډاکټر ،محمود اورنګزېب، ويلي دي چې لومړنی ټرانسپلانټ د چارسدې د دوو وروڼو ترمنځ ترسره شوی چې پکې يو ورور بل ته پښتورګی ورکړی دی. د ټرانسپلانټ جراح ډاکټر ،شاهد خان، په وينا، له عملياتو وروسته ناروغ او د پښتورګي ورکوونکی دواړه له روغتونه رخصت شوي دي.
د روغتون انتظامیې ويلي دي، چې د پښتورګي د ټرانسپلانټ خدمتونه به ناروغانو ته وړيا وړاندې کېږي. د ادارې په وينا، دغه پروګرام د خیبر پښتونخوا حکومت په ملاتړ پېل شوی دی. پروفېسر ډاکټر محمود اورنګزېب زياته کړې چې د ټرانسپلانټ پروګرام له لارې به نور ناروغان هم تر درملنې لاندې نيول کېږي.

شال نیوز