د بوټیال په سرکاري هاییر سېکنډري سکول کې ،د جون په ۲۲مه، د زده‌کوونکو د ساینسي وړتیاوو، تخلیقي فکر او عملي مهارتونو د ودې لپاره د “ساینس اِن ایکشن” تر سرلیک لاندې یو ساینسي او معلوماتي پروګرام ترسره شو. په پروګرام کې د سیمي مشرانو، ټولنیزو او سیاسي شخصیتونو، والدینو، ښوونکو او زده‌ کوونکو په پراخه کچه ګډون کړی و.

د پروګرام پر مهال زده‌ کوونکو د خپلې خوارۍ او وړتیا له مخې جوړ شوي بېلابېل ساینسي ماډلونه، تجرباتي پروژې او تخلیقي نمونې نندارې ته وړاندې کړې. په دغو ماډلونو کې د ساینس، ټکنالوژۍ، چاپېریال ساتنې، انرژۍ او د ورځني ژوند له بېلابېلو اړخونو سره تړلي موضوعات په عملي ډول بیان شوي وو.

زده‌ کوونکو ګډونوالو ته د خپلو ماډلونو او پروژو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل او تشریح یې کړه چې دغه ماډلونه د کومو ساینسي اصولو پر بنسټ کار کوي، د جوړولو موخه یې څه ده او د ټولنې او انساني ژوند لپاره کومې ګټې لري. د زده‌ کوونکو د معلوماتو کچه، اعتماد او د خپلو نظریو د بیان وړتیا د ګډونوالو پام ځانته راواړاوه.

ګډونوالو د زده‌ کوونکو هڅې او استعدادونه وستایل او ویې ویل چې دا ډول پروګرامونه د ماشومانو پټې وړتیاوې رابرسېره کوي او هغوي د څېړنې، نوښت او عملي زده‌کړې پر لور هڅوي. د هغوي په وینا، په اوسني عصر کې یوازې کتابي زده‌ کړه بسنه نه کوي، بلکې عملي تجربه، څېړنیز فکر او د ستونزو د حل وړتیا هم د بریا مهم شرطونه دي.


د سکول پرنسپل د پروګرام ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې زده‌ کوونکي هغه څه ډېر زر او ښه زده کوي چې په عملي بڼه یې وویني او ترسره یې کړي. نوموړي وویل چې د “ساینس اِن ایکشن” په څېر پروګرامونه د زده‌ کوونکو ساینسي فکر پیاوړی کوي، هغوي څېړنې او نوښت ته هڅوي او د راتلونکي لپاره یې چمتو کوي.

هغه د ښوونکو هڅې هم وستایلې او ویې ویل چې د زده‌ کوونکو د لارښوونې او د هغوي د نظریو د عملي بڼې ورکولو په برخه کې یې مهم رول لوبولی دی. نوموړي زیاته کړه چې د سکول اداره به په راتلونکي کې هم دا ډول تعلیمي او ساینسي فعالیتونه دوامداره وساتي، څو زده‌ کوونکي د خپلو وړتیاوو د څرګندولو لا زیات فرصتونه ترلاسه کړي.
 

بلخوا، زده‌ کوونکو د دې پروګرام په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دغسې فعالیتونو له لارې یې ساینس په عملي ډول زده کړی او د ګډ کار، نوښت او ځان باور احساس یې لا پیاوړی شوی دی.