چارواکي وايي، چې د شمالي وزیرستان په دوسلي سیمه کې په یوه استخباراتي عملیاتو کې اته وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، عملیات ،د جون په ۲۱مه، وروسته له هغې ترسره شول چې په سیمه کې د وسله والو د موجودیت راپورونه ترلاسه شول. سرچیني وایي چې د عملیاتو پر مهال د دواړو خواوو ترمنځ سخته نښته وشوه چې په پایله کې یې اته وسله وال وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي چې له وژل شویو وسله والو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په نښته کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتیري هم وژل شوي دي.
دا عملیات په داسې حال کې شوي دي، چې تر دې وړاندې په رزمک سب ډویژن کې د امنیتي ځواکونو پر یوې ګزمې برید شوی و او چارواکو د سیمي په یو شمېر برخو کې ګرځبندیز لګولی و.
سرچیني وایي، امنیتي ځواکونو په سیمه کې د لټون او پاکولو عملیات روان ساتلي دي. خپلواکو سرچینو تر اوسه د دواړو خواوو د مرګ ژوبلې شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید کړی، او د پېښې په اړه نور جزیات لا نه دي خپاره شوي.

صفدر داوړ