د افغانستان په مزار شریف ولایت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ ،د جون په ۲۱مه، ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته، چې امیندوارې دي یا خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي، نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو موخه د خوراکي توکو پېرلو او د میندو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ښودل شوي دي. مسؤلین وایي، دا ملاتړ به د میندو او ماشومانو د تغذیې د وضعیت په ښه والي، د روغتیا په خوندي ساتنه او د زیانمنو کورنیو د ژوند د ثبات په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
دغه اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې ګڼې افغان کورنۍ لا هم له اقتصادي ستونزو او د بشري مرستو له اړتیا سره مخ دي.

شال نیوز