په پاکستان او خیبرپښتونخوا کې د سرو زرو بیې له پرله پسې لوړېدو وروسته یو ځل بیا راکمې شوې دي. د صرافه بازار تازه بیو له مخې، د ۲۴ قیراطه یوي تولي بیه څلور لکه ۳۷ زره او ۹۹۳ روپۍ ته راټيټه شوی ده.
د سرو زرو سوداګر او اقتصادي پوهان وايي، په نړیوالو بازارونو کې بدلونونه او د پانګوالو د رویې بدلېدل د بیو د کمېدو تر ټولو مهم لاملونه دي.
د سرو زرو د کاروبار سره تړلي کسان وایي چې د نړیوال بازار د نرخونو له راټیټېدو سره په پاکستان کې هم د سرو زرو بیې ښکته شوې دي. د هېواد د نورو برخو په څېر د پېښور، مردان، سوات، کوهاټ او خېبرپښتونخوا په نورو ښارونو کې هم د سرو زرو په نرخونو کې کمی راغلی دی.
اقتصادي پوهان وايي، کله چې په نړۍ کې سیاسي او اقتصادي اندېښنې کمې شي، پانګوال د خوندي پانګونې لپاره د سرو زرو پر ځای د ونډو او نورو مالي بازارونو مخه کوي. د غوښتنې په کمېدو سره د سرو زرو بیې هم راټیټېږي.
د دوي په خبره، د امریکايي ډالر پیاوړتیا او د سود د کچې په اړه روان بحثونه هم د سرو زرو پر نړیوالو بیو اغېز کوي. ځکه چې سره زر په ډالرو پلورل کېږي او د ډالر د ارزښت په لوړېدو سره د سرو زرو پېرود کمېږي.
بل لور ته، د منځني ختیځ د روانو کړکېچونو د پراخېدو په اړه اندېښنې د پخوا په پرتله کمې شوې دي، چې له امله یې هم په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو غوښتنه راکمه شوې ده.
د سرو زرو سوداګر وایي که په نړیواله کچه کومه نوې جګړه، سیاسي کړکېچ یا اقتصادي بې ثباتي رامنځته نه شي، نو امکان شته چې په راتلونکو ورځو کې هم د سرو زرو بیې همداسې ثابتې یا لږې نورې راکمې شي. خو که نړیوال وضعیت یو ځل بیا ترینګلی شي، نو د سرو زرو بیې بیا د لوړېدو امکان لري.

سلمان یوسفزی