د فیفا نړیوال جام ۲۰۲۶م په سیالیو کې جرمني د ګروپ “ایف” په مهمه لوبه کې ایوري کوسټ ته د یو ګول په مقابله کې په ۲ ګولونو ماتې ورکړه او د ناک اوټ پړاو ته ورسېده.
دواړو لوبډلو د لوبې په لومړۍ نیمایي کې یو یو ګول وواهه او سیالي برابره روانه وه، خو د لوبې په اضافي وخت کې د جرمني لوبغاړي انداوو د خپلې لوبډلې لپاره بریالی ګول ترسره کړ او خپلې لوبډلې ته یې مهمه بریا ور په برخه کړه.
له دې بریا سره جرمني په ګروپ ایف کې خپل پوانټونه شپږو ته ورسول، د ګروپ لومړی مقام یې خپل کړ او د ناکاوټ پړاو لپاره یې هم ځای خوندي کړ.
جرمني له ۲۰۱۴ کال نړیوال جام وروسته د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام ناکاوټ پړاو ته رسېدلې ده.
تر دې دمه په فیفا نړیوال جام ۲۰۲۶م کې مکسیکو، امریکا او جرمني هغه لوبډلې دي چې د ناکاوټ پړاو ته رسېدلې دي.

سلمان یوسفزی