د افغانستان د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت وایي، چې د پکتیا ولایت د کډوالو ښارګوټي د پراختیا تعدیلي پلان د وزیر مولوي ،نجیب الله حیات حقاني، له خوا تر تخنیکي ارزونې وروسته منظور او لاسلیک شوی دی.

 

د وزارت له لوري ،د جون په ۲۰مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه تعدیلي پلان د بېرته راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدو، د ښاري خدمتونو د منظم برابرولو او د استوګنیزو سیمو د معیاري پراختیا په موخه ترتیب شوی دی.

 

د خبرپاڼې له مخې، په نوي پلان کې ۹۵۵ نوي استوګنیز پلاټونه شامل شوي، چې له دې سره به بېرته راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنیزې ځمکې د برابرولو ظرفیت نور هم لوړ شي.

 

وزارت وایي، په پلان کې د استوګنیزو پلاټونو ترڅنګ سړکونه، عامه اسانتیاوې، شنې سیمي، ښوونیز او روغتیايي مرکزونه او نور اړین ښاري بنسټونه هم شامل دي، څو ښارګوټی د معیاري او عصري ښاري اصولو له مخې پراختیا ومومي.

 

چارواکي زیاتوي، د یادې پروژې له عملي کېدو سره به زرګونو کورنیو ته د مناسبې استوګنې، بنسټیزو خدمتونو او غوره ښاري چاپېریال د برابرېدو زمینه برابره شي.

 

د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت هیله ښودلې ده چې د دې تعدیلي پلان له پلي کېدو وروسته به د پکتیا د کډوالو ښارګوټی په یوه منظم، معیاري او پایدار استوګنیز ښارګوټي بدل شي او راستنېدونکې کورنۍ به پکې د عزمند ژوند لپاره د استوګنې او لومړنیو خدمتونو له مناسبو اسانتیاوو برخمنې شي.