د افغانستان او قزاقستان ترمنځ ګډ سوداګریز فورم او د دواړو هېوادونو د محصولاتو نندارتون ،د جون په ۲۰مه، د لوړپوړو حکومتي چارواکو او د خصوصي سکتور استازو په ګډون پرانیستل شو.

 

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ،نورالدین عزیزي، د فورم د پرانیستې پر مهال وویل، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د ۲۰۲۲م او ۲۰۲۵م کلونو ترمنځ نږدې سل سلنه زیاته شوې ده. د هغه په وینا، دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د درې میلیارده ډالرو کلنۍ سوداګرۍ هدف ته ورسېږي.

 

په همدې حال کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ،سیریک ژومانګارین، افغانستان د سیمي د اتصال مهم مرکز وباله او ویې ویل، چې هېواد یې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا لري.

 

چارواکي وایي، دغه درې ورځنی نندارتون د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.

 

د نندارتون په ۵۰ غرفو کې د دواړو هېوادونو بېلابېل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.