د خېبرپښتونخوا ترڅنګ په هېواد او بهرنیو هېوادونو کې مېشت پښتنو د تېرو څو کلونو په څېر سږکال هم د جون ۲۰مه نېټه د پښتو ژبې د نومیالي ژوندي شاعر رحمت شاه سایل په نوم ولمانځله.
په دې مناسبت په ټولنیزو رسنیو شاعرانو، ادیبانو، پوهانو او د سایل مینه والو د هغه د شاعرۍ، ادبي خدمتونو او د پښتو ژبې او ادب لپاره د مبارزې ستاینه وکړه.
د رحمت شاه سایل مینه والو د درناوي په توګه د هغه انځورونه، شعرونه او ادبي ویناوې خپرې کړې او د پښتو ادب په ډګر کې یې ونډه ارزښتناکه وبلله.
رحمت شاه سایل د پښتو ژبې له مخکښو شاعرانو څخه دی چې د مینې، انسانیت، وطن، امن او ټولنیزو موضوعاتو په اړه یې پراخه شاعري کړې ده. نوموړي د څو لسیزو راهیسي د پښتو ادب خدمت دوامداره ساتلی او ګڼ شمېر شعري او ادبي اثار یې چاپ شوي دي.
د ادب مینه وال وایي، رحمت شاه سایل نه یوازې یو لوي شاعر دی، بلکې د پښتو ژبې او فرهنګ د ودې لپاره یې هم مهم رول لوبولی دی ځکه هر کال د جون ۲۰مه د هغه د ادبي خدمتونو د ستاینې په موخه لمانځل کېږي.

سلمان یوسفزی