د خېبرپښتونخوا اعلا وزير ،محمد سهيل اپریدي، د پېښور رېنګ روډ د هزارخوانۍ په چوک کې د اوورپاس د جوړولو د پروژې بنياد کېښود.

 

چارواکي وايي، دا پروژه به د شاوخوا يو ارب او ۲۵۷ ميليونه روپو په لګښت بشپړه شي او له بشپړېدو وروسته به په سيمه کې د ټرافيکي ګڼې ګوڼې په کمولو کې مرسته وکړي.

 

د پروژې د پرانستې مراسم ،د جون په ۲۰مه، د پاکستان تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ د غړي فضل الهي په حجره کې ترسره شول، چې پکې د حکومت استازو، منتخبو غړو او د سيمي مشرانو ګډون درلودل.

 

چارواکي وايي، د هزارخوانۍ اوورپاس د پېښور د بيا رغونې او پرمختيايي پلان برخه ده، چې مقصد يې د ښار د ټرانسپورټي ستونزو کمول او د تګ راتګ اسانتياوې زياتول دي.

 

د دستورې ګډونوالو ته په وينا کې اعلا وزير وويل، چې د مالي کال ۲۰۲۶-۲۷ م په بوديجه کې پرمختيايي پروژو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. د هغه په وينا، د پېښور د پرمختګ لپاره د ۲۰۰ اربه روپو په ارزښت بېلابېلې پروژې په پلان کې شاملې دي.

 

سهيل اپرېدي وويل، چې حکومت هڅه کوي چې د ښار د زياتېدونکي ټرافيک ستونزې هوارې کړي او د نويو سړکونو، اوورپاسونو او نورو پرمختيايي پروژو له لارې پېښور په يو عصري او منظم ښار بدل کړي.

 

د چارواکو په وينا، د هزارخوانۍ اوورپاس له بشپړېدو وروسته به د رېنګ روډ او شاوخوا سيمو د ټرافيک بهير چټک شي او د ورځني تګ راتګ ستونزې به تر ډېره راکمې شي.