د خیبر پښتونخوا ګورنر ،فیصل کریم کونډي، ویلي دي چې د دویم خلیفه حضرت عمر فاروق رض او د کربلا د شهید حضرت امام حسین رض تعلیمات د اسلامي امت لپاره د حق، عدالت او شریعت د پېروۍ غوره بېلګې دي او پر دغو اصولو عمل کول د مسلمانانو د بریا ضمانت دی.

 

نوموړي دا څرګندونې ،د جون په ۲۰مه، په ګورنر هاوس پېښور کې د حضرت عمر فاروق رض او حضرت امام حسین رض د شهادت په مناسبت جوړ شوي کنفرانس ته د وینا پر مهال وکړې.

 

د هغه په وینا، د حضرت عمر فاروق رض د عدالت نظام د نړۍ د واکمنانو لپاره د تقلید وړ نمونه ده، په داسې حال کې چې د کربلا پېښه د ظلم او جبر پر وړاندې د حق، قربانۍ او استقامت تلپاتې درس ورکوي.

 

ګورنر وویل، چې پاکستان د کلیمې په نوم جوړ شوی هېواد دی او د هېواد د امنیت او ثبات لپاره د سیاسي او پوځي مشرانو هڅې د ستاینې وړ دي. هغه زیاته کړه چې د فرقه ییزو اختلافونو خپروونکي د اسلام او پاکستان دښمنان دي او د امت یووالی د وخت مهمه اړتیا ده.

 

په کنفرانس کې د ‘پاکستان پیس کونسل’ مشر اسامه اجمل قاسمي، پخواني د اسلامي نظریاتي شورا مشر ډاکټر محمد قبله ایاز، مولانا عبدالحق ثاني، علامه هشام الهي ظهیر او ګڼو نورو دیني مشرانو هم ویناوې وکړې.

 

ویناوالو وویل چې د محرم میاشت د قربانۍ، او یووالي پیغام لري او د رسول اکرم ﷺ، اهل بیتو او صحابه کرامو درناوی د سولې، ورورولۍ او ثبات لپاره بنسټیز ارزښت لري.