د افغانستان د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ په تکانه سیمه کې ،د جون په ۲۰مه، یو نوی روغتیايي مرکز د نږدې ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ او په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 

دغه پروژه د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ او د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې موسسې په مالي ملاتړ پلی شوې ده، چې موخه یې لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدماتو پراخول دي.

 

د پرانیستې په مراسمو کې د ولایتي ادارې چارواکو، د عامې روغتیا مسؤلینو، د مرستندویه ادارو استازو او د سیمي مشرانو ګډون کړی و.

 

چارواکي وایي، چې نوی روغتیايي مرکز به د زرګونو اوسېدونکو لپاره اساسي روغتیايي خدمات برابر کړي او په ځانګړي ډول به د مور او ماشوم د روغتیا د ښه والي په برخه کې مهم رول ولوبوي.

 

روغتیايي مسؤلین باور لري چې دا مرکز به د سیمي د خلکو روغتیايي ستونزې راکمې او روغتیايي خدمتونو ته به د لاسرسي کچه لوړه کړي.