د خيبر پښتونخوا حکومت د وفاقي آئيني عدالت د پرېکړې په رڼا کې د مړو شويو سرکاري ملازمینو د اولادونو د کوټې په اړه نوې لارښوونې جاري کړې دي، چې له مخې به يې د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر له ۲۶مې نېټې مخکې رامنځته شوې ټولې ځنډېدلې قضيې د قانون له مخې هوارېږي.

 

د بشري سرچينو د انتظام محکمې له لوري ،د جون په ۲۰مه، په خپره شوې مراسله کې ويل شوي دي چې د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر له ۲۶مې مخکې که د کوم سرکاري ملازم مړينه، معذوري يا طبي تقاعد (ریټایرمنټ) شوی وي، نو د هغه د اولادونو يا کورنۍ د کوټې دعوې به د ترلاسه شويو قانوني حقونو په توګه ګڼل کېږي او د قانون له مخې به پرېکړه پرې کېږي.

 

مراسله زياتوي چې وفاقي آئيني عدالت په خپله د ۲۰۲۶م کال د فرورۍ ۲۷مې نېټې پرېکړه کې ويلي وو چې د سپريم کورټ هغه پرېکړه ،چې د کوټې پر بنسټ ګمارنې يې له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې، يوازې په راتلونکو قضيو عملي کېږي او له دې وړاندې رامنځته شوي حقونه نه شي ختمولی.

 

د حکومت د لارښوونو له مخې به د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر له ۲۶مې وروسته د مړو شويو، معذورو يا طبي تقاعد شويو سرکاري کارکوونکو د اولادونو لپاره د کوټې پر بنسټ نوې ګمارنې نه کېږي، خو له دې نېټې مخکې رامنځته شوې او لا هم پاتې قضيې به د قانون او عدالتي پرېکړو په رڼا کې هوارېږي.

 

حکومت ټولو انتظامي محکمو ته سپارښتنه کړې ده، چې هره قضيه دې په جلا توګه وڅېړي او د اړوندو قوانينو او عدالتي پرېکړو له مخې دې پرې وروستۍ پرېکړه وکړي.