د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميې ویلي دي چې ،د جون په ۲۱مه، د اتوار په ورځ د سهار له پنځو څخه تر د ماښام اوو بجو پورې به ګرځبندېز وي.
ضلعي انتظامیې زیاته کړې، چې دا ګرځبندېز په ټوله ضلعه کې د امنيتي ځواکونو د تګ راتګ له امله نافذیږي.
د انتظاميې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه شوې ده چې په دې ورځ دې خپلې ورځنۍ چارې وځنډوي او له قانون پلي کوونکو ادارو سره دې بشپړه همکاري وکړي.
خبرپاڼه زياتوي چې د شپې له دولسو څخه د سهار تر پنځو بجو پورې پر ولسي تګ راتګ لګېدلی بنديز هم پر خپل ځای دی، له همدې امله خلکو ته د احتياط سپارښتنه شوې ده.
دا ګرځبندېز د هر اتوار په ورځ د امنیتي ځواګونو د تګ راتګ او هغوي ته د راشن په ګډون د اړتیا سامان رسولو لپاره لګول کېږي.

صفدر داوړ