د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي او د ژورنالېزم د محصل ،مشال خان، خور ،صبا اقبال، د کاناډا له ټورنټو مېټروپولیټن پوهنتون څخه د ژورنالېزم سند ترلاسه کړی دی.

د صبا اقبال د فراغت خبر ،د جون په ۱۹مه، د ټولنیزو رسنیو له لارې خپور شوی او ګڼو خبریالانو، د بشري حقونو فعالانو او مدني ټولنې غړو هغې او د هغې کورنۍ ته مبارکي ورکړې ده.

مشال خان د ۲۰۱۷ کال ،د اپرېل په ۱۳مه، د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د توهین مذهب د تورونو له امله د یوې پارېدلې ډلې له خوا وژل شوی و. وروسته حکومتي پلټنو او عدالتي پرېکړو وښودله چې پرهغه لګېدلي تورونه بې بنسټه وو.

صبا اقبال د خپل فراغت په مناسبت ویلي دي، چې دا بریا یوازې د هغې شخصي لاسته راوړنه نه ده، بلکې د خپل ورور د هغو نیمګړو ارمانونو دوام دی چې هغه یې د ژورنالېزم په ډګر کې لرل.

مشال خان هم د ژورنالېزم زده کوونکی و او د هغه وژنې په پاکستان او نړۍ کې د بیان ازادۍ، زغم او د زده کړو په ادارو کې د خوندي چاپېریال په اړه پراخ بحثونه راپارولي وو.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د صبا اقبال فراغت د مشال خان د فکر او ارمانونو بریا بللې او ویلي یې دي چې که څه هم مشال خان وژل شوی، خو د هغه د ازاد فکر، پوښتنې کولو او د حقیقت د لټون پیغام لا هم ژوندی دی.

شنونکي وايي، د صبا اقبال فراغت د هغې کورنۍ لپاره یو احساساتي او تاریخي پړاو دی، ځکه چې هغې هغه سفر بشپړ کړ چې ورور یې ،مشال خان، د خپلې مړینې له امله نیمګړی پرېښی و.

مشال خان نن هم د پاکستان په ټولنه کې د بیان د ازادۍ او د ازاد فکر د یوه مهم سمبول په توګه یادېږي.