د فټبال په نړیوال جام د ګروپ “سي” په لوبه کې مراکش سکاټلېنډ ته د یو ګول په مقابله کې په صفر ماتې ورکړې ده او درې پواینټونه یې ترلاسه کړي دي.
 

بوسټن کې ،د جون په ۱۹مه، ترسره شوې لوبه کې د مراکش پېل د سکاټلېنډ خلاف ډېر جارحانه او نتجیه خېز و. د لوبې په ۷۱مه ثانیه کې د مراکش لوبغاړي ،سایبري، ګول وکړ او خپلې لوبډلې ته یې په یو صفر برتري ورکړه.

په لومړۍ نیمايي کې دواړو لوبډلو د ګولونو هڅې وکړې، خو نور ګول ونه شو او مراکش د یو پر صفر برترۍ سره وقفې ته لاړ.

په دویمه نیمايي کې سکاټلېند ښه لوبه وکړه او څو بریدونه یې وکړل خو د مراکش دفاع او ګول ساتونکي د دوي د ګول کولو مخه ونیوله.

لوبه د مراکش د یو پر صفر بریا سره پای ته ورسېده. د دې بریا په مټ مراکش درې مهم پواینټونه ترلاسه کړه خو له ماتې سره سره د سکاټلېنډ د بل پړاو ته د رسېدو هیلې لا هم ژوندۍ دي.