د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ملاکنډ ویاند ویلي دي، چې ،دجون په ۲۰مه، د درګۍ تحصیل هریانکوټ سیمه کې ناڅرګنده وسلوالو پر موټرسایکل سپرو مېړه او مېرمن ډزې کړې دي، چې له امله یې مېرمن وژل شوې او مېړه ټپي شوی دی.
د ویاند په وینا، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د ژغورنې ډله سیمي ته رسېدلې او ټپي شوي کس ته یې لومړنۍ طبي مرستې ورکړې دي. وروسته ټپي کس او د وژل شوې مېرمن مړی د درملنې او قانوني چارو لپاره د درګۍ تحصیل هېډکوارټر روغتون ته لېږدول شوي دي.
د چارواکو په وینا، ټپي شوی کس شاوخوا ۴۰ کلن امیر نواب او وژل شوې مېرمن شاوخوا ۳۵ کلنه ارشاده ده، او دواړه د هریانکوټ سیمي اوسېدونکي وو.
د پولیسو او لیویز سرچینو ترمخه، د پېښې انګېزه تر اوسه نه ده روښانه شوې او د پېښې د ټولو اړخونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي او تر اوسه د چا د نیولو خبر نه دی ورکړل شوی.

محمد انس